د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو او د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له پای ته رسېدو سره هممهاله عمومي منشي شي جین پينګ ته د مبارکۍ پیغام ولیږه، چې دا د چین او روسیې ترمنځ د لوړې کچې متقابل باور او کلک ملاتړ ښکارندويي کوي.
نوموړي زياته کړې، چین غواړي له روسیې سره په بېلا بېلو کچو کې خپلمنځي تګ راتګ او تبادلې ژورې کړي او د چین او روسیې اړیکې او همکارۍ لوړې سویې ته ورسوي.
سیرګي لاوروف په خپلو خبرو کې خپل چيني سیال ته د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د بریالیتوب او د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي د بيا ټاکل کېدو په پار شي جين پينګ ته مبارکي ویلې ده.
نوموړي د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس يوه نړيواله چاره بللې او زياته کړې يې ده، چې دغه کانګرېس د ملي بیا سمسورتیا په لوري د چین لارښوونه کوي.
سیرګي لاوروف زياته کړې، چې روسیه غواړي، له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د اسیا او ارام سمندر سیمې او نړۍ د سولې او ثبات ساتلو لپاره ورسره په ګډه کوښښونه وکړي.
(هیله)