چين: د مختلفو هېوادونو ترمنځ د پيوستون او يو بل ته د ورخلاصون هڅې کوي
CMG2022/10/28 11:23:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه وويل، چې تازه شمېرې ښيي، د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو اورګاډيو له روان کال راهيسې ۱۴ زره ځلې تګ راتګ کړی، څه باندې ۲۰ زره اورګاډيو د سمندري ريل له لارې لويډيځې خوا ته بارونه لېږدولي، د چين او لاوس تر منځ د پټلۍ له پرانيستلو ۱۰ مياشتې تېرې شوي او په دې مودې کې پر دغې پټلۍ ۸ ميليونه او ۵۱۰ زره ټنه توکي ليږدول شوي او د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د افريقا سمندري بندرونو ته د کانټينرونو د لېږد لومړۍ لاره پرانيستلې ده.

ماو نينګ زياته کړه، چې د يو کمربند یوې لارې دا چارې نړۍ ته د چين د لوړې کچې د ور پرانېستلو ښکارندويي کوي.

نوموړې وويل، د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې هم دا راغلي، چې د چين حکومت به د يو کمربند او يوې لارې د لوړې کچې ابادي پرمخ بوزي او له ټولو نړيوالو همکارانو سره يو ځای به د مختلفو هېوادونو ترمنځ د پيوستون، يو بل ته د ورخلاصون او د ټولو هېوادونو د ګډ پرمختګ هڅې وکړي.

(مينه)