شي جین پينګ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د لومړي ډله ييزې زده کړې مشري وکړه
CMG2022/10/28 15:36:39
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحیې په اړه لومړۍ ډله ييزه زده کړه وکړه.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د يادې ډله ييزې زده کړې مشري کړې او په خپلو خبرو کې يې په ټينګار ويلي، چې د چین کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په سیاست، تیورۍ او تطبیق کې یو لړ مهم بریالیتوبونه تر لاسه کړي او په نوې زمانې او مرحلې کې يې د ګوند او دولت د پرمختګ لپاره تګلارې او ستراتيژیک ترتیبات ټاکلي دي.

نوموړي ويلي، چې د چین کمونېست ګوند د چینایانو په مشرۍ د سوسیالیستي عصري هېواد د جوړېدو او د چیني ملت د بیاسمسورتيا لپاره سیاسي اعلامیې خپرې کړي او عملي پروګرامونه يې پر لارې اچولې دي. 

شي جين پينګ زياته کړې، چې د چین کمونېست ټول غړي باید د شلم ملي کانګرېس موخې زده او پلې کړي او د سوسیالیستي عصري هېواد په ابادۍ کې د ستر بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره باید تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

 (هیله)