د عراق پارلمان د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د نوې کابينې ۲۱ وزیرانو ته د باور رايه ورکړې ده.
د عراق لومړي وزير محمد شياع السوداني پارلمان ته د کابېنې ۲۱ غړي معرفي کړي وو او پارلمان ورته د باور رایه ورکړې ده.
د عراق د پارلمان ۲۵۳ غړو په همدې ورځ د کابينې د غړو لېست د تصويب لپاره رايه کارولې او ورپسې د دغه هېواد لومړي وزیر محمد شياع السوداني او د کابېنې ۲۱ وزيرانو لوړه کړې ده.
محمد شياع السودانی په همدې ورځ پارلمان ته وينا کړې او د حکومت کاري پلان يې ورته وړاندې کړی دی.
محمد شياع السوداني په ۱۹۷۰م کال بغداد کې زيږېدلی دی. نوموړی مخکې د عراق د کارګرو او ټولنيزو چارو وزير و.
(مينه)