د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د شان شي ولايت يان آن ښار ته ځانګړی سفر وکړ او هلته يې د يان آن د انقلاب يادګار څلي ته درناوی څرګند کړ.
نوموړي د چين د کمونېست ګوند د ۲۰م ملي کانګرېس له پای ته رسېدو، څو ورځې وروسته د شان شي ولایت یان آن ښار ته سفر کړی دی.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ګوندي غړو ته ويلي، چې د کمونېست ګوند د ۲۰م ملي کانګرېس موخو او دندو ته د رسېدو لپاره باید يو بل ته لاسونه ورکړي او ګډ کوښښونه دې وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د کمونېست ګوند غړي باید د ګوند د بنسټ عالي روحيه پلې او د مبارزې روحيه پرمخ بوځي او د کمونېست ګوند د ۲۰م ملي کانګرېس د ټاکل شويو موخو او کارونو ته د رسېدو لپاره باید يو بل ته لاسونه ورکړي او په ګډه دې کار وکړي.
يان آن ښار د چين د انقلاب سپېڅلی ټاټوبی او د نوي چين زانګو بلل کيږي.
د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې غړو او د چين د پخواني مشر ماو ځه دونګ په ګډون د ګوند پخوانيو انقلابيانو ۱۳ کاله(( له ۱۹۳۵م کال ـ تر ۱۹۴۸م کال)) په يان آن ښار کې ژوند او مبارزه کړې، د چين انقلابي هلې ځلې يې له ټيټې څپې څخه لوړ اوج ته رسولي، تاريخي چارې يې تر سره کړي او د چين برخليک يې بدل کړی دی.
شي جين پينګ ۷ کاله په يان آن سيمې کې ژوند او کار کړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې د يان آن دود او روحيه د ګوند ارزښتناکه معنوي شتمني ده، چې بايد له يوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شي.
د ګوند کدرونه باید د کمونېست ګوند د ۲۰م ملي کانګرېس ټاکلو موخو او دندو ته د رسېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)