د چین د بهرنیو چارو وياندې ماو نینګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په یوې خبري ناستې کې چین ته د تانزانیا د ولسمشرې سميه سولوهو حسن د سفر په اړه وویل، چې ولسمشره حسن به د چین د کمونېست ګوند تر شلم ملي کانګرېس وروسته لومړی افریقايي مشر وي، چې چین ته سفر کوي.
د چین د دولت رئیس شي جين پینګ په بلنه، د تانزانیا ولسمشره سمیه سولوهو حسن به د راتلونکي نومبر له ۲مې نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې له چین څخه رسمي لیدنه وکړي.
ماو نینګ وویل، چې د دواړو هېوادونو مشران به ليدنه او په يو لړ مسئلو به خبرې وکړي او د همکاریز تړون د لاسلیک په مراسمو کې به ګډون ولري.
د چین او تانزانیا ترمنځ سیاسي باور په وروستیو کلونو کې ډېر پیاوړی شوی او د همکارۍ یو لړ بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي او په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې يې اغېزناکې همکارۍ ساتلې دي.
(هیله)