د انرژۍ نړیواله ايجنسي: د انرژۍ بحران ښايي د جوړښت بدلون ګړندی کړي
CMG2022/10/28 11:40:43
شريکول:

د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د انرژۍ د وړاندوینې راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې د انرژۍ کړکېچ د انرژۍ د نړيوال سیسټم کمزورتيا او بې پايښت په ګوته کوي او ښايي د انرژۍ د جوړښت د بدلون جريان ګړندی کړي او په اوسني سیستم کې يې ژور بدلون راولي.

د انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ په وینا، په نړۍ کې روانې جیوپولیټیک شخړې او اقتصادي ستونزې د تېلو، طبیعي ګازو او سکرو بازارونه متزلزل کړي او د انرژۍ بازار يې پر ډېر نازک ګړانګ درولی دی.

د بېلا بېلو هېوادونو د تګلارو له مخې، تمه کېږي، چې په ۲۰۳۰م کال کې د پاکې انرژۍ په برخه کې کلنۍ نړيوالې پانګونې له دوه ټريليون امريکايي ډالرو څخه واوړي، چې دا د اوسنۍ کچې په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي.

راپور کې وړاندوینه شوې، چې د نړۍ د انرژۍ په ترکیب کې به تر ۲۰۵۰م کال پورې د فوسیل سوند توکو اندازه له اوسنۍ ۸۰ سلنې څخه ۶۰ سلنې ته راټیټه شي او د نړۍ د کاربن ډای اکسایډ د ايستلو کلنۍ اندازه به له ۳۷ ميلیاردو ټنو څخه ۳۲ ميلیاردو ټنو ته راښکته شي.

(ژباړه: شکريه)