ولې د چين د کمونېست ګوند د نوې دورې مرکزي کمېټې مشرانو له يان ان څخه ليدنه وکړه؟
CMG2022/10/29 18:09:44
شريکول:

 

د چين د رهبر شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د نوې دورې مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړو د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د چين د شان شي ولايت له يان ان ښار څخه ليدنه وکړه.

يان ان د چين د انقلاب مقدس ځای او د نوي چين د جوړېدو زانګو بلل کيږي. د يان ان روحيه په دغه سيمه کې د چين د کمونېست ګوند د مبارزې په تاريخ کې جوړه شوې. د چين د کمونېست ګوند په يان ان کې خپله اصله موخه ټاکلې، چې په پوره او سپېڅلي ډول دي د خلکو لپاره خدمتونه وکړي، او دغه اصل يې د ګوند په منشور کې ليکلی. د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزې کمېټې شپږمې عمومي غونډې د دغه ګوند په تېر سل کلن مزل کې لس تاريخي تجربې راغونډې کړې، چې يو يې (( خلکو ته لومړيتوب ورکول))  دي.

شي جين پينګ له يان ان څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين د کمونېست ګوند ټول غړي بايد خلکو ته د مرکزي مقام د ورکولو مفکوره په بېلا بېلو کارونو کې عملي کړي، د ګډې شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره دي خدمتونه وکړي او هڅې دي وکړي، چې د عصري کېدو په لاره کې لا زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او ټول خلک ترې  ګټې اخيستلی شي.

شي جين پينګ په دغه ليدنه کې وويل، هر څومره چې په راتلونکې کې شتمن او ښه مادي ژوند ولرو، هغه روحيه به هيڅکله له لاسه ور نه کړو، چې، د ستونزو پر وړاندې دي نه وېرېږو او پر مبارزه او کوښښونو دي ټينګار وکړو. نوموړي زياته کړه، چې د يان ان روحيې په رڼا کې به د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له خوا د وړاندې شويو موخو او دندو د پوره کولو لپاره ګډې هڅې وکړو.