د هون چي چو په نوم مصنوعي‌ وياله او د دغې ويالې د جوړولو روحيه
CMG2022/10/29 20:52:33
شريکول:

د چين د هه نان ولايت په لين جو ښار کې يوه مصنوعي وياله د تای هانګ غره له غريزې سيمې څخه  تېرېږي. دغه مصنوعي وياله په تېرې پېړۍ کې د څه باندې ۵۰۰ زرو وګړو د څښاکو اوبو مسئلې د حل لپاره جوړه شوې او هونګ چي شو  نومېږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۸مې نېټې په سهار له نوموړې ويالې څخه ليدنه وکړه او و يې ويل، چې  سوسياليزم له مبارزې او هڅو څخه  جوړېږي. دغه اصل نه يوازې په پخوا کې کار وکړ، بلکې په نوې زمانه کې هم کارول  کېږي.

شي جين پينګ په همدې ورځ د هونګ چي چو د يادونې له موزيم څخه ليدنه وکړه او له نژدې يې دغې ويالې د بند وضعيت وليد.

لي جو په تاريخ کې يوه وچه سيمه وه. سلو زرو ځايي وګړو د لس کلنو کوښښونو له لارې په ۲۹۱۶۹م کال کې دغه وياله جوړه کړې. دغه راز د دوی دغه ډول روحيه د هونګ چي شو روحيې په توګه يادېږي ، چې د خپلو کوښښونو په مټ د ستونزو په ليري کولو چارې جوړوي، پر يووالي او همکارۍ ټينګار کوي او له شخصي ګټو پرته د ډلې لپاره خدمتونه کوي.

شي جين پينګ د دغې ليدنې پر مهال وويل، چې ځوانان بايد له ستونزو ونه وېرېږي او په کارونو کې بايد له دغه روحيې څخه کار واخلي.

عکسونه:

۱.له جګ ځایه هونګ چي چو ته کتنه

۲. د هونګ چي چو د يادونې موزيم

۳. په دغه موزيم کې د هونګ چي چو د جوړولو مجسمې

۳. د هونګ چي چو د جوړېدو په مناسبت د لمانځنې د مراسمو زوړ عکس

۴. د جانګ سيند اوبه د هونګ چي چو ويالې له لارې لين جو ښار ته ننوزي