چین ميډيا ګروپ په نړۍ کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه ښه معرفي کړه
CMG2022/10/29 15:20:27
شريکول:

د اکتوبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په بریالي ډول تر سره شو. چين ميډيا ګروپ نړيوالو رسنيو ته د دې ملي کانګرېس په اړه ژوندۍ خپرونې او ګڼ شمېر معلومات وړاندې  کړل او په نړۍ کې د ۱۳۳ هېوادونو او سيمو ۱۸۱۸ ټلويزيونونو او رسنيو د چين ميډيا ګروپ راپورونه خپاره  کړل.

دغه راز د چين ميډيا ګروپ د ۶۸ ژبو په واسطه د ياد کانګرېس په اړه راپورونه  ورکړل او‌ په  فېسبوک،  يوټیوب، ټويټر او ټيکټوک او نورو نړيوالو ټولنيزو رسنيو کې یې څه باندې ۱۵۰۰ ځانګړي پروګرامونه خپاره  کړل، چې ۴۶۴ میلیونه ځله ليدل شوي دي.

چين ميډيا ګروپ په امریکا، بريتانيا، فرانسه،‌ روسيه، برازيل، ارجنټاين، سعودي عربستان، جاپان، کنيا او اندونيزيا کې د فورمونو، سيمينارونو، د انځورونو او ويډيوګانو نندارتونونو او د ګردي ميز غونډو له لارې د ياد ملي کانګرېس روحيه معرفي کړې.