په ۲۰۲۱م کال کې د چین د نړيوالې انلاين سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو اندازه څه باندې ۲۰۰۰ ميلیارډو يوانو ته رسېدلې
CMG2022/10/29 15:21:52
شريکول:

د چین دولتي شورا د اکتوبر په ۲۸مه نېټه، د ډيجیټالي اقتصاد د پرمختګ په اړه راپور د دغه هېواد د ملي ولسي کانګريس د ۱۳مې دورې دايمي کمېټې ۳۷مې غونډې ته وړاندې کړ.

راپور وايي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين د نړيوالې انلاين سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو اندازه څه باندې ۲۰۰۰ ميلیارډو يوانو ته رسېدلې. تر اوسه پورې چين له ۱۶ هېوادونو سره د ورېښمو ډيجیټالي لارې په نوم د مفهوم يادداښت لاسلیک  او له ۲۴ هېوادونو سره د ورېښمو لارې د انلاين سوداګرۍ په نوم دوه اړخيز همکاريز ميکانيزم يې جوړ کړی دی. د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ، د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د انلاين سوداګرۍ د همکاريز ډيالوګ په ښه  توګه روان دی.

دغه راز په راپور کې راځي، چې د چين او اسيان ترمنځ معلوماتي بندر، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ‌ د انلاين ورېښمو لارې ابادي ورځ په ورځ  پرمختګ کوي. د چين د انلاین سوداګري ډګرونه د ګردې نړۍ د کوچنيو او منځنيو تصديو لپاره چيني‌ بازار  پراخوي او په څه باندې ۲۰ افريقايي هېوادونو کې يې اسانتیاوې برابرې  کړې، چې د ډيجیټالي اقتصاد له پرمختګ څخه ګټې  اخلي.