مونتينيګرو د نړيوال پرمختګ د وړانديز ډېره ستاينه وکړه
CMG2022/10/29 16:30:08
شريکول:

د مونتينيګرو ولسمشر ميلو دجوکانويچ په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل،‌ څواړخيزتوب د نړيوالو ستونزو د حل لپاره ډېر مهم دی. په نړۍ کې هېڅ هېواد توان نه لري، چې پخپله د کرونا وبا، ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو او د اقلیمي بدلون ضد مقابله وکړي. په تېرو څو کلونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځله د نړیوال پرمختګ وړانديز مهم اهميت ياد کړی.

ميلو دجوکانويچ وويل، د ۲۰۲۱م کال په مې مياشت کې يې په دې اړه له شي جين پینګ سره د ټيلېفون له لارې د يادو چارو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

 هغه په دې نظر دی، چې د شي جین پينګ وړانديز د ټولو نړيوالو سياستوالو لپاره ډېر هڅوونکی دی او د دې وړاندیز په رڼا کې به د خپلمنځي ا ړیکو او همکاریو د لا ښه کېدو لپاره فکر وکړي.