کابل پغمان ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د بېلابېلو لبنیاتو پلورنځی دی. ددغه پلورنځي څښتن وایي، چې شیدې، مستې، کوچ او شړومبې ټول د دوی خپل تولید دی او کله چې سیلانیان دلته راځي دغه توکي ترې اخلي.