شي جين پينګ له شان شي او هه نان ولایتونو څخه لیدنه وکړه
CMG2022/10/29 14:53:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له ٢٦مې څخه تر ٢٨مې نېټې پورې د شان شي ولایت د يان ان ښار او د هه نان ولايت د ان یانګ ښار له کليوالو سيمو، ښوونځي، د سور رنګ ښوونيز مرکز او د تاريخي اثارو د ساتنې له څانګې څخه لیدنه وکړه. شي جين پينګ د خپلې کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې په هر اړخيزه توګه د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ په بهیر کې تر ټولو سخت او ستونزمن کار لا هم په کليوالو سيمو کې دی.  موږ بايد په بشپړه توګه د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه مطالعه او پلې کړو، د کرنې او کليوالو سيمو پرمختګ ته دې لومړيتوب ورکړو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو لاسته راوړنې دې پياوړې او پراخې کړو، د کليو سمسورتیا ته دې وده ورکړو او د کرنې او کلیوالو سیمو د عصري کولو لپاره دې هڅې وکړو.

 شي جين پينګ د روانې میاشتې د ۲۶مې نېټې په ماسپښين د يان ان ښار د ان سای سیمې د ګاو چیاو ښارګوټې په نانګو کلي کې له ځايي وګړو سره خبرې وکړې او له دې وروسته شي جين پينګ د يان ان منځني ښوونځي ته لاړ او د دغه ښوونځي د عمومي حالت په اړه يې معلومات تر لاسه  کړل.

شي جين پينګ د روانې میاشتې د ۲۸مې نېټې په سهار د هه نان ولایت د لین جو ښار د مصنوعي ويالې (هونګ چي چو) له يادګاري تالار څخه ليدنه وکړه او له دغې مصنوعي ويالې څخه يې ليدنه وکړه. نوموړي د همدې ورځې په ماسپښين  د ان يانګ ښار د هوان سيند په جنوبي او شمالي څنډو کې د ين شو په نوم د تاريځي کلاوو له کنډوالې څخه کتنه وکړه.