چين: چيني شکله عصري کېدل به د نړيوالې سولې او ثبات لپاره کلک ملاتړ برابر کړي
CMG2022/10/29 15:23:11
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۸مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل،‌ چې چيني شکله عصري کېدل به د نړيوالې سولې او ثبات لپاره کلک ملاتړ ، د انسانانو د تمدن د پرمختګ لپاره به پراخه فضا برابره او د انسانانو د دوامدار پرمختګ لپاره به مهم خدمتونه برابر کړي.

د سي‌ جي‌ ټي ان (CGTN) فکري مرکز د يوې سروې نتيجه ښيي، چې۸۴.۷ سلنه ګډونوال په دې نظر دي،‌ چې د پرمختګ لار بايد د خپل هېواد د حال له مخې وټاکل شي او عصري کېدل نړيوال معيار نه لري. اکثريت ځواب ویونکو د چيني شکله عصري کېدو ستاينه  وکړه. دغه سروې د نړۍ له ۴۷۰۰ ځوانانو څخه چې عمرونه يې تر ۳۰ کلنۍ کم دي، د نظر پوښتنو د ځوابونو په اساس جوړه شوې.

وانګ ون بين د دغې سروې د نتيجې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چيني شکله عصري کېدل به د نړیوالې سولې او ثبات لپاره کلک ملاتړ برابر کړي. د نورو ځينو هېوادونو  له هغې لارې پرته، چې د جګړو، مستعمرو او يرغل له لارې يې د عصري کېدو بهير بشپړ کړی، چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار، د نړیوالې سولې او پرمختګ د خوندي کولو په لاره کې خپل پرمختګ او له دې لارې نړيواله سوله او پرمختګ خوندي  کوي.