په دې وروستیو کې د ترکيې، لاوس، فليپين او نيپال په ګډون په ډېرو اسيايي هېوادونو کې د «نوي سفر، ګډ برخليک» تر عنوان لاندې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيې د ترويج فعاليتونه تر سره شوي دي. دا فعاليتونه د چین میډيا ګروپ له خوا جوړ شوي. ګډونوالو د " چيني ډوله عصري کېدو"، "یو کمربند او یوې لارې" او "د چین نوي سفر او د نړۍ د راتلونکي" په اړه ژورې تبادلې وکړې.
د ترکيې لوړپوړي ديپلومات هاکان اوکچا وويل، چې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په چين کې څه نا څه سل میليونه کليوال بېوزله وګړي له بېوزلۍ څخه را ايستل شوي او د چینایانو د ژوند سویه په پر له پسې توګه لوړه شوې، چې د نړیوالې سولې او ثبات او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره یې مهم رول لوبولی دی.
د فليپين-بريکس ستراتيژيک څيړنيز مرکز مشر هرمن لاوريل وويل، د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې ډېر معلومات وړاندې شوي او د چين د راتلونکي پرمختګ په اړه يې د نړيوالې ټولنې پاملرنې ته په بشپړه توګه ځوابونه کړي دي. د چين پرمختګ به نړۍ ته لازیات ډاډ، ثبات او خوځنده ځواک برابر کړي.