د ين شو په نوم د لرغونې ښارګوټي کنډواله
CMG2022/10/29 18:26:42
شريکول:

(د ين شو د لرغوني ښارغوټي د کنډوالې موزيم)

د ين شو په نوم د ين امپراطوري دورې د لرغوني ښارګوټي کنډوالې د چين د هه نان ولايت د ان يان په شمال لويديځه څنډه کې واقع ده او نژدې دېرش کيلومتره مربع مساحت لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه له نوموړي ځای څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د چين تاريخ او عنعنوي کلتور د چين د کمونېست ګوند د تيوريک نوښت لپاره بنسټ ایښی دی او چينايان بايد د کلتور په برخه کې پر ځان باور ټينګ کړي او د وياړ احساسات دې لا پياوړي شي.

شي جين پينګ دې ته په اشارې وويل، چې د ين شو له کنډوالې څخه هغه راايستل شوي  هډوکي، چې ۳۰۰۰ کاله مخکې لرغوني چيني ليکنې ورباندې حکاکي شوي، د چين د ليک تاريخ يې نژدې زر کاله لا مخکې کړی.

د چيني ليک کرېکترونه د چيني کلتور د ساتلو او خپرولو نښه بلل  کېږي.

 د ين شو له کنډوالې څخه د شي جين پينګ ليدنې دا پيغام  لېږلی، چې چين په هره برخه کې د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ نوی مزل پیل کړی او د چيني ملت ښايسته عنعنوي کلتور به په دغه بهير کې د دغه هېواد د پرمختګ لپاره ځواک برابر کړي.      

د ين شو د لرغوني ښارغوټي د کنډوالې په موزيم کې هغه راايستل شوي هډوکي ساتل کيږي، چې ۳۰۰۰ کاله مخکې لرغوني چيني ليکنې ورباندې حکاکي شوي. 

د ين شو د لرغوني ښارغوټي د کنډوالې په موزيم کې تاريخي اثار