وانګ يي په چين کې د امريکا له سفير نيکولاس برنز سره وکتل
CMG2022/10/29 14:52:22
شريکول:

 

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په چين کې د امريکا له سفير نيکولاس برنز سره وکتل.

       وانګ يي په چين کې د برنز د نوې دندې  د پيل په مناسبت نوموړي ته مبارکي او هرکلی څرګند کړ او ورته يې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د عمده لاسته راوړنو او اهميت  په اړه معلومات ورکړل.

       وانګ يي وويل، د چين او امريکا اړيکې په مهم پړاو کې دي.  نړيواله ټولنه د چين او امريکا د اړيکو د ثابت پرمختګ تمه لري.  رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې چين او امريکا بايد يو بل ته درناوی وکړي او په سوله ييزه توګه د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي. دا د چين او امريکا د اړيکو د پرمختګ تر ټولو بنسټيز اصل دی. 

     نيکولاس برنز وويل، د امريکا او چين اړيکې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي. امريکا غواړي له چين سره خپلمنځي تبادلې زیاتې کړي، توپيرونه اداره کړي او همکارۍ پياوړې کړي.