چين ميډيا ګروپ په کنيا کې «د چین او نړۍ نوي سفر» ډيالوګ تر سره کړی
CMG2022/10/30 14:26:24
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د افريقا سټېشن د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د کنيا په پلازمېنه نايروبي کې «د چین او نړۍ نوي سفر» ډيالوګ تر سره کړی. په دې ډيالوګ کې په کنيا کې د چين سفير جو پينګ جيان له څه باندې ۴۰ افريقايي اېډيټرانو او خبريالانو سره خبرې او د نظر تبادله وکړه.

جو جيان پينګ په دې ډيالوګ کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس اهميت معرفي کړی،‌ چې دغه کانګريس د چین د راتلونکي پرمختګ لپاره موخه او تګلاره ټاکلې ده. چين غواړي د نړيوال پرمختګ او همکاريو لپاره زیاتې هڅې وکړي او له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته کړي. چين غواړي له کنيا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ‌هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي او خلکو ته ګټې ورسوي. نوموړي هيله وښودله، چې رسنۍ د چین او افريقا او د چين او کنيا ترمنځ دوستانه همکاريو لپاره مثبت رول ولوبوي.

په دې فعاليت کې ګډون کوونکو افريقايي اېډيټرانو لو خبريالانو د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس بريالي تر سره کېدو په مناسبت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه، افريقا غواړي د چيني شکله عصري کېدو له عملي تجربو څخه زده کړه وکړي. دوی به د افريقا او چين ترمنځ د دوستانه همکاريو کيسې ښې خپرې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره به هڅه وکړي.

چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو ورځو کې د ترکيې، لاوس، فيلپين او نيپال په ګډون په ډېرو اسيايي هېوادونو کې هم د «نوي سفر، ګډ برخليک» تر عنوان لاندې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيې د ترويج فعاليتونه تر سره کړي دي. د يادو هېوادونو څه باندې سلو مهمو رسنيو د فعاليتونو په اړه ژوندۍ خپرونې او راپورونه خپاره کړي دي.