پولنډ به له امريکا سره په ګډه د دې هېواد لومړی ذروي برېښناکوټ جوړ کړي
CMG2022/10/30 14:14:48
شريکول:

د امريکا اې پي  خبري اژانس د اکتوبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، د پولنډ صدراعظم ماتيوسز موراويکي له رسنیو سره په مرکه کې اعلان کړی، چې پولنډ به د امريکا له حکومت او Westinghouse Electric کمپنۍ سره په ګډې همکارۍ د دغه هېواد لومړی ذروي برېښناکوټ جوړ کړي، څو پر سکرو تکيه کمه کړي او د انرژۍ خپلواکي تر لاسه کړي.

 د خبر له مخې، پولنډ به د Westinghouse Electric کمپنۍ د تخنيک په واسطه د بالتيک سمندر پر غاړه  ذروي برېښناکوټ جوړ کړي. د امريکا د انرژۍ وزيرې جنيفر ګرانهولم وويل، چې دغه پروژه به په راتلونکي کې د پولنډ او امريکا ترمنځ د انرژۍ د امنیت په برخه کې همکارۍ ټينګې کړي.