د چين د کرنې او کلیو پرمختګ وزارت د تازه کرنیز راپور له مخې، په دغه هېواد کې تر دې دمه پر ۷۸ ميليونو او ۴۰۰ زرو هکتاره کرهنيزې ځمکې د مني غله جاتو محصولات راټول شوي دي چې د دغه هېواد د غله جاتو د کرکيلې په عمومي اندازه کې يې ٪
۹۰ نيولې ده. سږ کال په دغه هېواد کې د غلودانو حاصلات د تېر کال په پرتله ښه دي.