روسيې د تور سمندر د بندر له لارې د کرنيزو توليداتو صادرولو تړون کې خپل ګډون وځنډاوه
CMG2022/10/30 14:32:37
شريکول:

روسیې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه وويل، اوکراين په سمندر کې د خوراکي توکو پر امنيت ساتونکو روسۍ بېړيو بریدونه کړي، نو ځکه روسیې اعلان کړی چې د تور سمندر په بندر کې د کرنيزو توليداتو د ليږدولو د تړون په تطبيق کې يې خپل ګډون ځنډولی دی. اوکراين ویلي چې روسيه غواړي په جعلي پلمې سره د تور سمندر د خوراکي توکو دهليز بند کړي. ملګرو ملتونو ویلي چې په دې اړه له روسیې سره خبرې کوي.

د روسيې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل، د اوکراين بې پيلوټه الوتکې په همدې ورځ د بريتانيا د سمندري پوځ په لارښوونه د تور سمندر په بندر کې د روسيې پر پوځي او ملکي بېړیو ترهګريز بریدونه کړي وو. ياده اعلاميه زياتوي، د بريتانيا پوځ د نارډ سټريم طبيعي ګازو د پروژۍ د ويجاړولو په عملياتو کې ګډون کړی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوټريس وياند ستيفېن دوياريک وويل،‌ چې بېلابېلې خواوې باید هڅه وکړي، چې د تور سمندري د بندر د کرنيزو توليداتو د لېږدولو تړون ويجاړ نه کړي.