د چین میډيا ګروپ له خوا د "نوي سفر، ګډ برخلیک" تر عنوان لاندې د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د ترویج فعالیت په تانزانيا کې ترسره شو
CMG2022/10/30 16:40:19
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د تانزانيا په زانزيبر کې د چين له قونسلګرۍ او د زانزيبر له مطبوعاتي ادارې سره په ګډه د "نوي سفر، ګډ برخلیک" تر عنوان لاندې د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د ترویج فعالیت تر سره کړ. په زانزيبر کې د چين عمومي کونسل جانګ جه شنګ، د زانزيبر اړوندو چارواکو او د تانزانيا د شاوخوا  ۲۰ مهمو رسنيو مسئولینو او خبريالانو په دې فعاليت کې ګډون وکړ. 

په دې فعاليت کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس برياليتوبونه معرفي شوي دي. 

ښاغلي جانګ جه شنګ په خپله وينا کې وويل، چې چين غواړي له تانزانيا سره په دوامدار ډول خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.