د پاکستان صدراعظم شهباز شریف به د نومبر له لومړۍ نېټې څخه چین ته رسمي سفر وکړي. شهباز شريف په دې وروستیو کې په پلازمېنه اسلام اباد کې د چين مډيا ګروپ په ګډون له ځینو چيني رسنيو سره مرکه کړې ده.
ده ويلي، چين ته زما سفر د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ ژورتيا ښودنه کوي او هيله لري چې دغه سفر به په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او تبادلې لا پياوړې کړي.
شهباز شريف پر دې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د چين وړانديز د نړيوالې ټولنې لپاره ډېر خدمتونه کړي دي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړېدو له امله د پاکستان د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو چارې چټکې شوې دي. هغه هيله ښودلې چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز به لا زیات رول ولوبوي.