په کوريا جمهوريت کې د ټېل ماټېل له امله له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په مناسبت ملي ماتم اعلان شو
CMG2022/10/30 15:16:24
شريکول:

د کوریا جمهوریت ولسمشر یون سیک یول د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه سيول کې د ټېل ماټېل پېښې په اړه ټلويزيوني وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې دغه پېښه تراژيدي وبلله او له دې امله يې ملي ماتم اعلان کړ.

یون سیک یول د وژل شويو کسانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او ويې ويل چې د ژغورنې کارونه به تر وسې پورې تر سره شي.

د ځايي پوليسو د شمېرې له مخې، د روانې میاشتې د ٢٩مې نېټې په ماښام د کوریا جمهوریت د پلازمينې سيول ښار په ايټېوان سيمه کې تر سلو زرو زیات کسان د هېلووين په مناسبت يوه غونډه کې راټول شوي وو چې ګڼه ګوڼه زياته شوه او په ټېل ماټېل کې تر دې دمه ۱۵۱ کسان وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپیان دي.