د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا ۲۱مه غونډه به د نومبر په لومړۍ نېټه په انلاين ډول تر سره شي. د چين صدراعظم لي که چيانګ به له بېجينګ څخه په انلاين ډول د يادې غونډې مشري وکړي.
د نوموړي سازمان د غړو هېوادونو او ناظرو هېوادونو حکومتي مشران او يا استازي، د دغه سازمان د دايمي ارګانونو، د تصديو د خاوندانو کمېټې او د بانکونو اتحاد مسوولين او د نورو نړيوالو سازمانونو استازي به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.