د ايران خبري رسنيو ويلي، چې د دغه هېواد د نفتو وزير به د اکتوبر په ۳۱ مې نېټې روسيې ته سفر او د ايران او روسيې د ګډې اقتصادي کمېټې په غونډه کې به ګډون وکړي.
راپورونه وايي، ياده غونډه به د ايران او روسيې ترمنځ د هغه لاسليک شوي يادښت په پلي کولو تمرکز وکړي، چې منځپانګه يې د انرژۍ پر همکاريو ورټوله ده او ارزښت يې ۴۰ ميليارډو امریکايي ډالرو ته رسېږي.