سيرګي لاوروف: روسيه د اوکراين په مسئلې خبرې اترې غواړي
CMG2022/10/31 10:37:07
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د دغه هېواد د لومړي تلويزيوني چينل په ژوندۍ خپرونه کې ويلي، چې د ولسمشر ولاديمير پوتين په ګډون روسي مشران لا هم د اوکراين په مسئلې خبرې اترې غواړي او هر وخت چمتو دي، چې د روان کړکېچ د ارامولو لپاره د لوېديځو ملګرو وړانديزونه واوري.
نوموړي زياته کړې، چې د لوېديځو هېوادونو وړانديزونه باید د مساواتو او متقابل درناوي پربنسټ مطرح او د سيمې د ټولو هېوادونو ګټې بايد پکې په پام کې ونيول شي.
د بريتانيې دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه پر خپلې ټويټرپاڼې د روسيې هغه خبر رد کړی، چې ګواکې په تور سمندر کې پر روسي بېړيو د اوکراين بريدونه د بريتانوي پوځ تر لارښوونې لاندې شوي او د نورډ سټريم طبيعي ګازو د نل ليکې په تحريب کې هم لاس لري. دغه وزارت ويلي، چې د روسيې دفاع وزارت په بې سارې لويې پېمانې جعلي خبرونه خپروي.
د روسيې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه ادعا کړې وه، چې د اوکراين بېپيلوټه الوتکې په همدې ورځ د تور سمندر په يوه بندر کې د روسيې پر پوځي او ملکي بېړیو ترهګريز بریدونه کړي او د دغو بریدونو د تياري چارې يې د بريتانيې د سمندري پوځيانو تر لارښوونې لاندې کړې دي.