د چين د چاپېريال ساتنې پرمختيايي سرعت په تاريخ کې تر نورو هېوادونو چټک دی
CMG2022/10/31 10:44:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې ويل شوي، چې د هېواد د ايکولوژيکي چاپېريال په ساتنه کې تاريخي، ستر او عمومي بدلونونه رامنځته شوي او اسمان يې ډېر شين، غرونه يې زرغون او اوبه يې ډېرې پاکې شوې دي.
 د ملګرو ملتونو پخواني مرستيال سرمنشي او د يو کمربند او يوې لارې د زرغون پرمختګ نړيوال څېړنيز مرکز د شورا رئيس ايريک سولهيم پدې وروستيو کې خبري رسنیو ته ويلي، چې د چاپېريال ساتنې په برخې کې د چين پرمختيايي سرعت په تاريخي لحاظ تر نورو هېوادونو چټک دی. د نوموړي په وينا، چين يوازې په اوو کلونو کې د چاپېريال ساتنې دومره پراخ کارونه ترسره کړي، چې اروپا او شمالي امريکا يې ښايي په دېرشو يا څلوېښتو کلونو کې ترسره کړای شي.
ايريک سولهيم چين د چاپېريال ساتنې په برخه کې د ټولې نړۍ لپاره نمونه بللی او ويلي يې دي، چې نور هېوادونه کولی شي، د چاپېريال ساتنې په برخې کې د چين له تجربو ګټه پورته کړي.