وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره ټيلېفونې خبرې وکړې
CMG2022/10/31 19:32:03
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو او دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په بلنه له نوموړي سره ټيلېفونې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اوسنيو او راتلونکو اړيکو په اړه يې بحث او د نظر تبادله وکړه.

بلينکن وويل، چې امريکا د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس راپور ته جدي پاملرنه کوي. وانګ يي په دې ټیلېفوني بحث کې وويل، له دغه کانګرېس څخه بهر ته دا مهم معلومات خپاره شوي، چې چين به د نړيوالې سولې پر ساتنې ټينګار وکړي، د ګډ پرمختګ پر بنسټ د ډيپلوماتيکو تګلارو موخه به وهڅوي، د ورخلاصون بنسټيزې دولتي تګلارې به دوام وکړي، د چيني شکله عصري کېدو له لارې به د انسانانو د هر اړخیز پرمختګ هڅونه وکړي، د چين د نوي پرمختګ له لارې به نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي، دغه راز چين به ناارامو نړيوالو حالاتو ته د ثبات ځواب برابر کړي. وانګ يي وويل، که امريکا غواړي د چين په هکله معلومات تر لاسه کړي، نو د یاد کانګرېس راپور دې په دقیقه توګه ولولوي.

وانګ يي وويل، چې پر ثابتې لارې د چين او امريکا د اړيکو پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده. امريکا بايد د چين د پرمختګ د مخنيوي کړنې ختمې کړي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې بايد نوي خنډونه جوړ نه کړي.

بلينکن وويل، چې نړۍ د امريکا او چين د همکارۍ په تمه ده. امريکا غواړي په راتلونکي پړاو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو په هکله له چين سره همکارۍ او همغږۍ پياوړې کړي او د دغو اړيکو د بنسټ په هکله سلامشورې وکړي.

دواړو خواوو د اوکراين مسئلې په هکله هم بحث او د نظريو تبادله وکړه.