شي جين پينګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/10/31 21:56:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين‌ پینګ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي نګوين پهو ترونګ سره خبرې اترې وکړې.

دواړو خواوو په کتنه کې دې ته په موافقه ويلي، چې دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي عنعنوي دوستۍ لا ټينګې کړي، ستراتيژيکې تبادلې او سياسي اعتماد بايد پياوړی کړي، خپلمنځي توپيرونه بايد کنټرول کړي او په نوې زمانه کې دي د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزېهمکارۍ او اړيکې بايد لا پرمختګ وکړي.

دغه راز شي جين پينګ په کتنه کې نګوين پهو ترونګ ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس عمده معلومات ورکړل او و يې ويل، چې په نوې زمانه کې د چين او د چين د کمونېست ګوند لاسته راوړنې ښيي، چې د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لاره د چين له حقيقتونو، د چينايانو له هيلو او د زمانې د پرمختګ له غوښتنو سره سمون لري. دغه لاره نه يوازې مناسبه ده، بلکې ثابته ده او ښه راتلونکی لري. چين به د چيني ډوله عصري کېدو له لارې د چيني ملت بيا سمسورتيا ومومي، د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو لپاره هڅې وکړي او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه وکړي.