چين په بريالۍ توګه د منګ تيان فضايي لابراتوار لرې فضا ته وتوغاوه
CMG2022/10/31 18:27:34
شريکول:

د چين د انسان وړونکې فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د منګ تيان فضايي لابراتوار د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ۳۱مې نېټې له غرمې وروسته په ۳ بجو او ۳۷ دقيقو د چانګ جنګ پنځم نمبر - B ياو څلورم توغندي له لارې لرې فضا ته وتوغول شو او له توغولو شاو خوا اتو دقيقو وروسته له دغه توغندي څخه جلا شوی او ټاکلي مدار ته ننوتلی دی. دغه راز لرې فضا ته د منګ تيان فضايي لابراتوار د توغولو دنده په بريالۍ توګه بشپړه شوې ده.