د هند پوليسو د اکتوبر په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په ګجرات ایالت کې د کيبل پل د نړېدو له امله ١٢٠ تنه وژل شوي دي.
خبر وايي، چې دغه پېښه د روانې مياشتې په ٣٠ نېټه د ماښام شاوخوا په ۶ بجو او ۳۰ دقيقو رامنځته شوې ده.
راپورونه وايي، پل هغه مهال وغورځېده، چې سلګونه کسان پرې روان وو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر کسان سيند ته لوېدلي دي.
(ژباړه: شکريه)