شي جين پينګ د روسيې او چين دوستۍ ټولنې ته د مبارکۍ پیغام واستاوه
CMG2022/10/31 14:54:32
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه د روسيې او چين د دوستۍ ټولنې د جوړېدو د ۶۵ مې کليزې په پار دغې ټولنې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د روسيې او چين دوستۍ ټولنې د جوړېدو له ۶۵ کلونو راهيسې تل له چين سره د دوستۍ نظريې غوره کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ يې د متقابل تفاهم، دوستۍ او باور په پراخولو او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو لپاره د عامه افکارو د بنسټ په ټينګولو کې مهم خدمتونه کړي دي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې چين او روسيې د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د لوړې سويې د پرمختګ تمايل ساتلی او په بېلابېلو برخو کې يې تګ راتګ او همکارۍ ژورې کړي، د خلکو ترمنځ يې دوستي ټينګه شوې او د ولسونو ترمنځ د دوستۍ چارې يې پراخه اينده او امکانات لري.
 نوموړي هيله ښودلې، چې د روسيې او چين دوستۍ ټولنه غوره دودونه پراخ کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو د زړونو د نږدې کېدو لپاره زيات رول ولوبوي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په همدې ورځ يادې ټولنې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.