چين به ژر د خپل فضايي سټېشن د جوړولو په موخه بل لابراتوار فضا ته وليږدوي
CMG2022/10/31 10:39:38
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړی، چې هېواد به يې ژر د فضايي سټېشن د جوړولو په موخه يو بل لابراتوار فضا ته وليږدوي.. 
خبر وايي، چې دغه لابراتوار (منګ تيان) نومېږي او د چين د فضايي سټېشن درېيمه برخه ده.
د چين هغو درېيو ستورمزلو، چې د چين د فضايي سټېشن د بشپړولو په موخه د شنجو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ له لارې فضا ته استول شوي، د یاد فضايي لابراتوار د ترلاسه او ځای پر ځاي کولو لپاره تمرينونه پيل کړي او د الوت کاري ډلې يې د فضايی سټېشن مربوطې برخې تنظيمې کړې دي.
(منګ تيان) لابراتوار به د چين د فضايي سټېشن له (تيان هه) مرکزي برخې سره وصل شي او ګډ وجود به يې د انګلیسي توري د ټي (T) په بڼې د چين د فضايی سټېشن چوکاټ جوړ کړي.