په اکتوبر کې د چین د توليداتو د پېر مديريت شاخص ۴۹.۲٪ و
CMG2022/10/31 14:50:46
شريکول:

د چين د لېږد ـ رالېږد پېر کمېټې او د شمېرنې دولتي ادارې د خدمتي صنايعو د سروې مرکز د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د دې مياشتې د چين د توليداتو د پېر مديريت شاخص اعلان کړی دی.

د مالوماتو له مخې، د کرونا وبا د پر له پسې خپرېدو او ځينو نورو عواملو له امله، په روان اکتوبر کې د چين د توليداتو د پېر مديريت شاخص بېرته  ټیټ شوی دی.

په اکتوبر کې د چین د تولیداتو د پېر مديريت شاخص ۴۹.۲ سلنه ښودل شوی، چې د سپتمبر په پرتله ۰.۹ سلنه ټیټوالی ښيي.

د چین د توليداتو د پېر مديريت شاخص په تېرو پر له پسې دوه مياشتو کې لوړ شوی و، خو روانې مياشتې کې يې په ځوړ حرکت کړی دی.

 (ژباړه: شکريه)