شي جين پينګ د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ دوهمې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/10/31 17:08:44
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۱مه نېته د ۲۰۲۲م کال د ښارونو نړيوالې ورځې عمده نړيوال فعاليت او د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ دوهمې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې د ۲۰۲۲م کال د ښارونو نړيوالې ورځې نړيوال فعاليت د نړۍ د ښارونو دواملرونکی پرمختګ هڅوي او د ګډو ګټو، همغږۍ، ټولشموليت، همکارۍ او ګډې سمسورتيا په بڼه د پرمختيايي جوړښت د ابادۍ لپاره مهم ارزښت لري. نوموړي هيله ښودلې، چې د بېلا بېلو هېوادونو ښارونه د نړيوال پرمختګ په پېشنهاد کې فعال ګډون وکړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا او (( د نويو ښارونو اجنډا )) د پلي کولو بهير چټک کړي، د اقتصادي احيا، د چاپېريال د ښه والي او د ښارونو د اداري توان د لوړوالي او د ګردې نړۍ د دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د ۲۰۲۲م کال د ښارونو نړيوالې ورځې عمده نړيوال فعاليت او د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ دوهمه نړيواله غونډه په همدې ورځ په شانګهای کې پرانيستل شول.