په وو جن کې به د انټرنېټ نړيوال کنفرانس د ۲۰۲۲م کال سرمشريزه ترسره شي
CMG2022/10/31 14:55:39
شريکول:

د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د وو جن سرمشريزې په مطبوعاتي غونډې کې خبر ورکړل شوی، چې د دغه کنفرانس د ۲۰۲۲م کال سرمشريزه به د نومبر له نهمې تر يوولسمې نېټې پورې د چين د جه جيانګ ولایت په وو جن کې ترسره شي.
خبر وايي، چې د انټرنېټ نړيوال کنفرانس سږنۍ سرمشريزه به ( د انټرنېټي نړۍ جوړول او د ډيجټلي راتلونکي شريکول ـــ راځئ! د انټرنېټ ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو) په عنوان ترسره شي.
دغه سرمشريزه د ياد کنفرانس له جوړېدو وروسته لومړۍ کلنۍ غونډه ده، چې په انلاين او افلاين ډول به ترسره شي.