د ښځو حقونو د تضمین قانون تعديل نامه تصویب شوه
CMG2022/10/31 15:00:31
شريکول:

د چین د دیارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دایمي کمېټې د روان ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په ۳۷مه غونډه کې د ښځو حقونو د تضمین قانون تعدیلنامه تصویب شوه او پکې د ښځو د سیاسي حقونو، د ښوونې حقونو، د کار کولو او ټولنیز تضمین او د واده او کورنۍ  په شمول بېلابېلو ساحو کې د ښځو حقونو او ګټو د ساتلو په هکله مقررات وټاکل شول چې د ښځو د حقونو او ګټو د ساتلو په برخه کې د ستونزو د لرې کولو لپاره لارښوونې وکړي.

په چین کې د ښځو د حقونو او ګټو د ساتلو قانون په ۱۹۹۲م کال کې تدوین شو او په تېرو ۳۰ کلونو کې دغه قانون د سیاست، اقتصاد، کلتور، ټولنې او کورني ژوند په شمول بېلابېلو ساحو کې د ښځو د قانوني حقونو ساتلو لپاره اغېزناک تضمین برابر کړی دی، خو پکې لا هم ځينې ستونزې موجودې دي.

د چین د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمېټې قانوني چارو کمیسیون د ټولنیزو قوانینو دفتر مشر ګوه لین ماو وویل:

((د چین د لرغوني تاریخ او کلتور تر اغېز لاندې، نارینه وو ته لومړیتوب او ښځو ته سپکاوی دغه شان وروسته پاتې نظریې لا هم شته او د ښځو قانوني حقونو ته د زیانونه رسولو کړنې کله کله لیدل کېږي. په داسې حال کې چې چین کې د کورنۍ پالیسۍ تنظیم شوې، د ښځو لپاره د ماشوم زېږولو او روزګار ترمنځ توپیرونه او د روزګار په برخه کې جنسي سپکاوی مخ په سختېدو دی. نو باید د ښځو د حقونو او ګټو د ساتلو قانون د تعدیل له لارې په ټولنه کې د پام وړ مسئلو ته فعال غبرګون وښودل شي او د ښځو د حقونو او ګټو د تضمین په برخه کې ستونزې حل شي.))

د ښځو د حقونو او ګټو د ساتلو قانون اصلي بڼه ۹ فصلونه او ۶۱ مادې لري او تر تعدیل وروسته ۱۰ فصلونه او ۸۶ مادې شوې. تعديل شوی دغه قانون په نوې زمانه کې د ښځو د کاري ځانګړتیاوو او د ښځو د چارو پرمختګ غوښتنو له مخې د تضمین ګامونه نور بشپړ شوي او پکې د یادولو وړ ده چې د ښځینه وو د فردي او شخصيت حقونو د ساتلو په اړه محتویات بشپړ شوي دي.

ښاغلي ګوه لین ماو وویل:

((په دغه تعدیل نامه کې د ښځو د پلورلو او تښتولو جرمونو د منع کېدو پر بنسټ دا ټاکل شوې چې حکومت او اړوند ارګانونه، لکه د کلیوالو اوسېدونکو کمېټې، استوګنځي کمېټې، د ښځو ټولنې د پلورل یا تښتول شویو ښځو د ژغورنې او مرستې دندې لري. بله خوا، پر ښځو د جنسي تعقیب د بندیز پر بنسټ د جنسي تعقیب او تېري د مخنیوي او د قانون منګولو ته د سپارلو نظام پیاوړی شوی او په عین وخت کې د واده او مینې په اړیکو کې د ښځو حقونو او ګټو تضمین هم پياوړی شوی دی. ))

د ښځو د حقونو او ګټو د ساتلو قانون په تعدیلنامه کې د ښځو د کار او ټولنیز تضمین په برخه کې څو نوي مقررات ټاکل شوي، چې نه یوازې د روزګار په برخه کې د جنسي تبعیض مشخص مالومات بیان شول او دغه مالومات د روزګار تضمین د څار په چوکاټ کې هم شامل دي، بلکې د ماشوم پيدا کولو او روزګار ترمنځ د اختلافاتو د لیرې کولو لپاره هم ځينې تدبیرونه نیسي.

ښاغلي ګوه لین ماو وویل:

((د ماشوم پيدا کولو په بهیر کې د ښځو د قانوني حقونو او ګټو تضمین هم په دې تعدیل نامه کې شامل دی. حکومت باید د ښځینه کارګرو د ماشوم زېږون  رخصتۍ نظام جوړ او بشپړ کړي، تصدۍ باید په دې بهیر کې د دوی قانوني حقونه او ګټې وساتي. ))

سربېره پر دې، د قانون په دغه تعديل نامه کې دا تایید شوې چې ښځې له خپل مېړه سره په ګډو شتمنیو کې د خپل نوم د ثبتولو حق او د طلاق د دعوا په ترڅ کې د ګډو شتمنیو د پوښتنې حق او د کورنیو کارونو په پار د اقتصادي جبران د غوښتنې کولو حق لري.