لوېز سيلوا د برازیل ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
CMG2022/10/31 11:01:05
شريکول:

د برازيل د ټاکنو عالي محکمې د اکتوبر په ۳۰مې نېټې ويلي، چې د همدې ورځ تر ماښام پورې يې د دې هېواد د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو رايې پاڼې په سلو کې ۹۳ شمېرلي او د دې هېواد د کارګرو ګوند نوماند لويز اناسيو لولا دا سيلوا يې ګټونکی اعلان کړی دی.

لولا د ۱۹۴۵م کال په اکتوبر کې زېږېدلی، په ۱۹۸۰م کال کې یې د برازیل د کارګرو ګوند بنسټ اېښودلی او له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې یې د دوو دورو لپاره د دغه هېواد ولسمشريزې دندې پر غاړه اخيستې دي.

لولا د ۲۰۱۸م کال په اپرېل کې د فساد په تور زنداني شوی و او د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې بیا خوشی شو.

د برازيل يوې محکمې په ۲۰۲۱م کال کې پر لولا لګېدلې تورونه بې بنسټه وبلل.

(ژباړه: شکريه)