د روسيې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۳۱مه نېټه ويلي، چې هېواد يې د تور سمندر د بندرونو له لارې د کرنيزو محصولاتو لېږد تړون څخه نه دی وتلی، بلکې ياد تړون يې ځنډولی دی.
د روسيې دفاع وزارت په همدې ورځ پر خپلې وېبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې هېواد يې د کرنيزو محصولاتو لېږد تړون عمده ګډونوال دی، خو يوازې د اوس لپاره یې دغه تړون ځنډولی دی.
روسيه وايي، اوکراين اوس په تور سمندر د کرنيزو محصولاتو دهليز له لارې د روسيې پر ضد پوځي عمليات تر سره کوي او دا کړنه يې مسکو ته د منلو وړ نه ده. د دغې اعلاميې له مخې، اوکراين بايد ژمنه وکړي، چې ياد دهليز د پوځي هدف لپاره و نه کاروي.
اعلاميه زياتوي، چې روسيې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش او امنيت شورا ته خپل دريځ څرګند کړی دی.
روسيه غواړي، د ملګرو ملتونو په مرستې له اوکراين څخه دا تضمين تر لاسه کړي، چې د دې دهليز او بندرونو له لارې به پر روسيې پوځي عمليات نه کوي.