کارګرو نړيوال سازمان د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د کار د څار نړيوال راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې په نړۍ کې روانو پراخو اقتصادي او سیاسي بحرانونو د کارګرو نړیوال بازار سخت ګواښلی او بیا سمسورتيا يې ټکنۍ کړې ده.
راپور وايي، چې د يادو کړکيچونو له امله به په نړۍ کې بیکاري او نابرابري نوره لوړه او د کار موندنې نړیواله وده به د ۲۰۲۲م کال په څلورمې ربعې کې ډېره ورو شي.
کارګرو نړيوال سازمان پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د کارګرو د کار او بازار د غوړېدو لپاره اړینې تګلارې جوړې کړي.
د کارګرو نړيوال سازمان عمومي مدیر ګیلبرت هونګبو ويلي، چې د کارموندنې د اوسني نړیوال وضعیت د ښه والي او د کارګرو بازار د چټک غوړېدو لپاره د دولت او نړۍ په کچه هراړخیزو، مجموعي او متوازنو پالیسیو ته اړتیا ده.