ایراني ځواکونو د شیراز د برید په تړاو نور ۷ کسان نیولي
CMG2022/11/01 15:38:44
شريکول:

د ايران د استخباراتو وزارت د اکتوبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړی، چې ۷ نور تورن کسان يې د هغه بريد په تړاو نيولي، چې څه موده مخکې د دغه هېواد د فارس ولايت د جنوب شیراز ښار د شیعه ګانو په يوه زيارت کې پېښ شو.

ايران مخکې هم په ياد بريد کې د لاس لرلو په تور د څو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی و.

د ایران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د دغه هېواد د استخباراتو وزارت د اعلامیې له مخې ويلي، چې په نوموړو ۷ کسانو کې يوه يې په برید کې مستقیم لاس درلود او نورو ۶ کسانو ورسره همکاري کړې ده.

د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه، د ايران د فارس ولايت د جنوب شيراز ښار د شیعه ګانو په يوه زيارت کې بريد وشو، چې له امله يې ۱۳ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخيستې ده.