لي که چيانګ د لسوتو نوي لومړي وزير سام ماټکاين ته د مبارکۍ پیغام وليږه
CMG2022/11/01 18:05:20
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د لسوتو نوي لومړي وزير په توګه د سام ماټکيان د ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

لي که چيانګ په خپل پيغام کې وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو له تېرو څو کلونو راهيسې سالم او ثابت پرمختګ کړی او متقابل سياسي اعتماد لا پياوړی شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ زياتې او ژورې شوې دي. چين له لسوتو سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له دغه هېواد سره متقابل سياسي اعتماد لا ټينګ کړي، په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.