روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۳۱مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۳۱مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲۳ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۷۹ زره او ۱۳۷ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۷ ميليونه، ۱۰۴ زره او ۳۴۲ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۳۶۵ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۶۷ زره او ۵۵۲ ته رسېدلی دی.
(مينه)