هان جنګ به له سينګاپور څخه ليدنه وکړي
CMG2022/11/01 14:39:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۳۱مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد مرستيال صدراعظم هان جنګ به د سينګاپور د مرستيال صدراعظم هينګ سوي کياټ په بلنه د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر دوهمې نېټې پورې له سينګاپور څخه ليدنه وکړي.

جاو لي جيان وويل، چې هان جنګ به په سینګاپور کې له خپل سینګاپوري سیال سره په ګډه د دواړو هېوادونو د همکاريزې کمېټې د اتلسمې غونډې، د سو جو د صنعتي پارک د خپلمنځي همغږۍ کمېسيون د ۲۳مې غونډې، د تيان جين د ايکولوژيک ښارګوټي په اړه د دواړو خواوو د همغږۍ کمېسيون د ۱۴مې غونډې او د دواړو خواوو د نمونوي ټرانسپورټي پروژو د همږۍ کمېسيون د ۶مې غونډې مشري وکړي.