د روسيې،‌ اذربايجان او ارمنستان مشرانو د ناګورنو قره باع پر لانجمنې سيمې درې اړخيزې خبرې کړي
CMG2022/11/01 10:37:02
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د اذربايجان ولسمشر الهام علي اف او د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د روسيې په سوچي ښار کې د ناګورنو قره باع پر لانجمنې سيمې درې اړخيزې خبرې اترې کړې دي.

 د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه درې اړخيزې خبرې اترې د مسکو په وړانديز ترسره شوې دي.

ولسمشر ولاديمير پوتين تر يادو خبرو اترو وروسته څرګنده کړه چې درېواړو مشرانو دغه درې اړخيزې خبرې ګټورې بللي او باور یې ښودلی، چې دغه خبرې اترې به د ځينو اصلي مسئلو د حل و فصل لپاره ښه فضا برابره کړي.

پوتين ويلي، چې په يادو خبرو اترو کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوې، خو درېواړه خواوې د ټولو مسئلو په اړه يوې هوکړې ته نه دي رسېدلي او زياته کړې يې ده، چې روسيه به تر خپلې وسې پورې يوه آخري او هراړخيزه لايحه جوړه کړي.