وانګ يي د روسيې او چين د ملکي ډيپلوماسۍ سیمینار ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/11/01 15:54:02
شريکول:

د روسيې او چين دوستۍ ټولنې د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۳۱مې نېټې په مسکو کې « د روسيې او چين د اړيکو په ټينګولو، بيارغونې او پرمختګ کې د ملکي ډيپلوماسۍ رول» په عنوان نړيوال سيمينار تر سره کړی دی.

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ياد سیمینار ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د چين او روسيې د خلکو ترمنځ تګ راتګ ژورې رېښې او دوستي يې اوږد تاريخ لري.

وانګ يې ويلي، چې چين به له روسيې سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو د هوکړو په رڼا کې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د پياوړتيا لپاره دومدار کوښښونه وکړي.   

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم دغه سیمینار ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.