امريکا په استراليا کې بم غورځوونکې الوتکې ځای پر ځای کوي
CMG2022/11/01 10:38:06
شريکول:

راپورونه وايي، امريکا پلان لري،‌ چې د استراليا په يوې هوايي پوځي اډې کې۶ بي ـ ۵۲  بم غورځوونکې الوتکې ځای پر ځای کړي.  

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۳۱مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې د امريکې د يادې کړنې په غبرګون کې ويلي، چې امريکا او استراليا سيمه ييز وضعيت کړکېچن کوي او د سيمې سولې او  ثبات ته به سخت زيانونه ورسوي.

نوموړي وويل، چې د ټولو هېوادونو ترمنځ د دفاعي چارو همکارۍ بايد د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره ګټورې وي او د نورو هېوادونو ګټو ته باید تاوان ونه رسوي. 

جاو لي جيان پر امريکې او استراليا غږ کړی،‌ چې د سوړ جنګ نظريې او جغرافيايي سياسي فکر له پامه وغورځوي، د سيمه ييزې سولې او ثبات او د بېلابېلو خواوو ترمنځ‌ د متقابل اعتماد د ټينګښت لپاره دې هڅې وکړي.