ایران يوه بهرنۍ بیړۍ نیولې، چې۱۱ میلیونه لیټره تېل یې قاچاق کول
CMG2022/11/01 15:38:05
شريکول:

د ايران په جنوب د هرمزګان ولايت د عدلیې رياست د اکتوبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو په فارس خليج کې د تېلو يوه بهرنۍ بېړۍ، چې ۱۱ ميليونه لېټره قاچاقي تېل يې لېږدول، نيولې ده.

خبر وايي، ايراني ځواکونو د دې بېړۍ ټوله عمله هم نېولې ده.

د ایران نیوز ټلویزیون د هرمزګان ولایت د عدلیې ریاست د مسؤل مجتبی په قول خبر ورکړ، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري ځواکونو د قاچاق پر وړاندې د تحقیقاتو او مبارزې له تخنيکي او استخباراتي کارونو وروسته دغه بیړۍ نېولې ده.

مجتبی ويلي، چې په بېړۍ کې د  ۵۱،۸ میلیونو ډالرو په ارزښت تېل بار دي، خو د بېړۍ د هویت په اړه يې څه نه دي ويلي.